امن نظم په يو ټيوب کښې زما په اواز کښې
خبرې اترې، شعر و شاعري، موسيقي Monday، 12 April 2010ګرانو عزيزانو
د امن په خاطر مې يو نظم ليکلے وو هغه مې اوس په خپل اواز کښې ثبت کړو او په يو ټيوب کښې مې خپور کړو.
تاسو ته ئې هم په ډيره مينه ډالئ کوم
http://www.youtube.com/watch?v=bkWgESzNU0c
Sunday، 25 April 2010 په وخت 4:37 am
ټولو نه مخکښې زما دی طرف نه ډير ډير سلامونه -
اُميد لرم چي تاسو روغ او خشحال به يي - زما په بلاګ کښې ستاسو د کامينټ ډيره مننه - په اسل کښې زه د پښتو ژبه څه ماهر شخصیت نه یم - بس یو ډیر معمولی سړی یم - په اِنګلینډ کی زيږيدلی/لوی شوې یم او زما په پښتو لیک کښې لږ شان کمزوري ده - زما سکولنګ/تعلیم نن پوری په انګریزی ژبه کښې تیر شوې دی -
په ټول ژوند کښی ما په پاکستان کښی ۸/۹ هفتي ایستلي دې - ده لږ ډیر چي په پښتو کښی لیک کوم نو ده زما لږ شان کوشش دی - که چیرته په خبرو کښې څه غلطي وي نو بخښننه غورم -
زه په دی خبره ډیر خوشحله یم چي تاسو د پښتو ادبي کلتور سره دُومره مینه لرئ او وسره خدمت کوی - خدای تعلی دي کامیاب لری - اَمین -
چیرته د کتابونه چاپ کولو خبره ده نو زه خو څه غټ تجارتی سړی نه یم خو وړوکی ډونیشن کولی شم انشالله - چی څومره طاقت کولی شم نو زه مرسته ته تیار یم -
رابطه کوو که په دی خبره موافق یی -
تور خان
torkhan.blogspot.com
Sunday، 25 April 2010 په وخت 8:38 am
وعليکم سلامونه ګران تور جان
الله پاک نه ستاسو خيريت غواړم
ګرانه تور جانه
ما پښتو سره پښتو کړے ده او لوئي الله هر وخت په خپلو انعامونو او اکرامونوما لمنځې هم۔
چون ستاسو په بلاګ مې د غيرت د چغې ټائيټل وليد او هم هغه وخت ما ته خپله وعده راياده شوه چې د غيرت چيغې انګليسي ورژن ما يو ملګري سره وليد چې هغه په هغه په عاميانه بڼه چاپولو ته چمتو وو ۔
ما هغه منع کړ او ورته مې اوئيل چې چون دا کتاب د يو لوئي شخصيت ډير شائيسته کتاب دے او د دې کتاب مترجم(ژباړن) هم لوئي باسيواده علمي او ادبي شخصيت دے(دکتور شير زمان طائيزې مرحوم) نو دا کتاب به موژ د ملګرو په مرسته په شائيسته بڼه کښې چاپ او خپور کړو۔
هغه وئيل چې شه ده زه به انتظار باسم
هغه ورځ مې تاسو ته وينا وکړه خو چې ستاسې د لوري ځواب وځنډيدو نو ما خپلو ادبي دوستانو ته خبره څرګنده کړه۔
هم په هغه وخت ما له شل زره روپئ راغونډې شوې او نورې به ورسره زه کړم او د خدائي په فضل دا کتاب به خپور شي۔
توکلي سړئ يم الله پاک زما کار نه ځنډوي۔
د دې سره سم يو بل زيرې چې د ماشومانو د پاره مې يو بل کتاب هم خپور شو چې نوم ئې منظومې قيصئ دئ او د افغان جرګي ډاټ کام واله رانه په غله په خپل ويب سائيټ کښې خوندي کړئ هم وو چې ګمان کوم اوس ئې خذف کړئ دئ۔
فائق يوسفزئ وطن ګل وغيره له پکار دي چې د نورو خواري په خپل سائيټ کښې خوندي کوي نو لږۀ اجازه دې اخلي۔
بس تاسې دعاګانې کوئي انشالله ټول کارونه به پخپله کيږي۔
تاسو خپل کار جاري ساتئ يقينا چې د ژبې خدمت عين عبادت دئ په نني وخت۔
الله مو مل اوسه
د خدائي په امان