ارزوګانې مې د سپين سباوون کړي
ډيرې تورې تورې شپې مې سبا کړي
د يخ سيوري د دمې په تمه تمه
دژوند دروند پيټي مې ډير په اوږو وړي
———
د ښه عمر په لټون پسې ورک شوي
ډيــــر پــــــــــه لـــوړو او ژورو ګرځيدلي
د کور غولي کښې نګهت د سرو ګلونه
ډير خوبونه د سپرلي مې وو ليدلي
———————————–
د ارمان د باغ لټون پسې وتلي
د بورا په څير ګلونه مې غوښتلي
د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي
د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي
————————————
خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي
چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي
د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي
څه د ژوند خواږه تراخه به راله را کړي
———————————
اوس که ډيرڅه مې د ځان سره راوړلي
د احساس جذبې مې مړې دي غم خوړلي
د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم
دبنګړو د شور سرونه ترې وتلي
————————————
سرو او شنو ته کتې نه شم ترې بيزار يم
په تير عمر اوس دهرې بلا ښکار يم
د زړګي چمن ويجاړ شو سپرلي نشته
وچ ډندر کښې د ګلونه پاتې خار يم
————————————
نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته
نه چمن کښې نور څه رنګ شته نه ګلان شته
د ارمان په څلـــــي ناست وختونه ژاړم
نه ځوانئ شته ،نه خوندونه د جهان شته