zama kitaab

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Monday، 20 August 2012

http://khyberwatch.com/main/2009/07/20/a-patriot-writer%E2%80%99s-stories-relating-his-homeward-journey/

A patriot writer’s stories relating his homeward journey
Pashto Books
Jul
20
2009

By Sher Alam Shinwari

Book: Collection of Reportages (Pashto) – Da Watan Pah Guldaro Ke
Author: Feroz Afridi
Printed at Zia Sons Printers, Peshawar
Circulated under auspices of Pekhawar Pakhto Adabi Jirga
Pp 149, Price Rs 150

Despite odd times poets and writers have kept up alive literary activities to
paint expressions of their internal and external world. Such writing is called
spirit of the age. A writer being very sensitive cannot afford to remain silent
in a society he/she lives in. Poets and writers living abroad are always
thinking of their homeland; therefore, their writings carry a nostalgic touch –
a fragrance and a rare feel of the motherland. Once culturally conscious people
step on a foreign land, they involve themselves in any activity that helps in
keeping their national pride and cultural identity intact.

Feroz Afridi patron –in chief Pak –Pashto Adabi Tolana Doha Qatar is one such
inspired literary figure who is quite known to literary circles for his
unflinching efforts to promote Pashto by arranging various kinds of cultural and
literary activities in Doha Qatar and also engaged in working for the betterment
of Pakistani Community in Qatar. He is based in Doha Qatar for the last more
than twenty years.
Feroz Afridi hailing from Bara, Khyber Agency is a poet, literary critic and a
culture proponent, remained President of Pak Pashto Adabi Tolana Doha Qatar for
15 years, during his tenure he has arranged 100 grand Pashto mushairas on
different occasions, published 35 books of writers and poets – members of the
Pak Pashto Adabi Tolana and personally financed publication of 10 poetry and
prose books of those men of letters who could not afford brining out their
creative works on their expenses.
He is also President of Peshawar based literary organization Pekhawar Pakhto
Adabi Jirga. He has edited, compiled and published two books earlier, Jaggay
Shamlay and Rokhana Sabawoon and received much accolade from the readers. Feroz
Afridi recently brought out a collection of miniature Reportages in Pashto a
book form titled Da Watan Pah Guldaro Ke- in the floral valley of the homeland.

He has made it a routine to visit Pakistan in March every year and spends time
with his friends, mostly literary figures. This book contains Reportages
narrating stories full of valuable information, fun drenched in literary taste,
which is reflective of Feroz unique style. Divided into two parts the book gives
us details of meeting with giants of literature both Urdu and Pashto while some
highlight picnic resorts. Also Feroz dilates upon literary functions he has
attended.
On the back jacket flap Abaseen Yousafzai tells, “ The writer with all his
innocence has unveiled small sometime petty stories in these Reportages in such
a fluent and simple manner that the reader is forced to devolve into the story
itself and sometimes swept away by ecstatic ripples of its background. He makes
the apparently petty and trivial topic more important, inevitable and most
important interesting by employing technique of artistic weaving of words and
sentences together.” Reportage as a literary genre is least written in Pashto,
we have many travelogue writers, a literary reportage must have a creative tinge
and not just a simple dull narration and Feroz Afridi successfully has come up
to this merit. We hope he brings out his poetry collection next time as he has
recited very poetic pieces in mushaira and prominent singers PBC have sung few
of his inspiring poems have been sung by prominent singers and also aired by PBC
Peshawar and PTV Peshawar Centre showing his love fore his country, people and
places.
This collection contains reportages of the writer’s visits he made to Pakistan
in years 2008 and 09. For Pashto lovers a it is a must read and those living
abroad will make an imaginative journey with the writer and indeed will derive
pleasure and satisfy their literary taste.

zama kitaab

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Monday، 20 August 2012

http://khyberwatch.com/main/2009/07/20/a-patriot-writer%E2%80%99s-stories-relating-his-homeward-journey/

ګوره قبرستان پېښور ته زما يو چکر…

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Sunday، 12 August 2012

په پېښور کښې ګوره قبرستان ته زما تګ
په 10 نومبر زه ناڅاپي د فرنګيانو جوړ زوړ قبرستان ته لاړم.
نن په 10 نومبر 2010 زه تصادفي ګوره قبرستان ته داخل شوم.
خواهش مې د ډيرې مودې نه وو چې که يو ځل د دې قبرستان ليدلو ته سم شوم نو ورله به راځم . موقع په لاس داسې راغله چې په ډيفنس کالونئ کښې د خپل يو ذاتي کار نه وروستو زه د ملګرو نه رابيل شوم او دوئي ته مې اوئيل چې تاسو ځئ او زه تر څه حده زه نن پيدل سيل کول غواړم.

هغوئي په نه زړه اجازت راکړو او چې رخصت شو نو زه د مغرب طرف ته په خيبر روډ راروان شوم .په لاره هم په دې لوئي سړک کوم چې يونيورسټئ بورډ تهکال ،جمرود لواړګئ او بيا افغانستان ته تللې دے د ټريفيک يو جم عفير روان وو.

ما نه مخکښې دوه زنانه هم پيدل روانې وے يوې فيشني توره برقعه اچولې وه،او بلې سپينه شټل کاک برقعه اچولې وه.

په زناناؤ پسې يو فرلانګ دوه تللو وروستو ما محسوسه کړه چې دوئي زما په ځان پسې تګ کښې ناارامې محسوسوي نو بيا د هغوئې له خاطره کړو زه د دې لوئي سړک بلې غاړې ته پورې وتم او عين د صدر ،ائيرپورټ او سوري پل نه راغلې سړکونه چې په کوم يو موړ کښې د يونيورسټئ روډ پلو ځائي کيږي په دغه ځائي زه د ګوره قبرستان طرف ته وغزيدم.

قبرستان ته د رسيدو نه مخکښې د فوځ او پوليس مشترکه
چيک پوسټ باندې نيغ ورغلم ،په دې چيک پوسټ هر يو قسم موټر راايساريږي او کوم ځائي نه راغلے او کوم ځائي له ځي په اردو پښتو کښې ترې پوښتنې کيږي او بيا د چا چا پکښې تلاشي هم اخيستې شي .

هر کله چې زه د دوئي د پاټکونو نه په حفاظت وړاندې تير شوم نو عين د سړک په غاړه په ښي غاړه پروت د دوه دوه نيمو سوو کالو راسې موجود ګوره قبرستان ته زما پښې ورنيغې شوې په لږه شيبه کښې زه د قبرستان په ډيوډئ ورننوتم. د دې قبرستان صحيح تاريخ ما ته معلوم نه دے خو دغه صوبې ته انګريزان هم په دغه خواشا کښې راغلې وو نو ځکه ما د اندازې نه دا وخت ټاکنه وکړه.

په ډيوډئ کښې د 18 -20 کالو يو ځوان هلک په څه کار بوخت وو .ما ورته سلام په غير شوري توګه ونه کړو چې ګني دا به مسلمان نه وي خو هغه په خپله ما له سلام هم وکړو ، او روغبړ ئې راسره هم وکړل
ما زړه کښې اوئيل چې دلته کيدې شي ډير کسان وي او د تدفين د رسومو ادا کولو د پاره به يوه کمره دوه هم ويي،
يو کلرک يا څوکيدار او څو کسان عمله هم وي ځکه چې دا زمونږ د بادارو هديره وه خو دغه وخت هم دغه يو هلک مې په نظر راغلو ،د ډيوډئ سره متصل بيا يو برامده وه چې په هغې کښې د ډيرو زړو قبرونو رژيدلې کتبې لګيدلې وے.

دې ځوان نه ما په اردو ژبه کښې اجازت وغوښتو چې زه دا قبرستان کتلې شم نو هغه اول زما طرف ته وکتل او بيا چې يقين ئې راغلو چې سړے په داسې عمر کښې دے چې دهشت ګرد ،يا د شکل صورت نه غلډاکو هم نه ښکاري دے او څه لږ ډير غوړ هم ښکاري نو هغه سم دستي اوئيل .او جي ولي نا !!!
تاسو ئې کتلې شئ .

زما فکر دا وو چې دا يقينا څوک کرسټين دے خو بيا وروستو د پوښتنو نه پس دا اندازه ولګيده چې ځوان هم د غه نزدې کلي تهکال دے ،پلار ئې د دې قبرستان ګورکن دے کوم چې په دې وخت کښې نه ښکاريدو. زما په پوښتنه ځوان خبره زياته کړه زما پلار د ډيرې مودې راهسې د دې قبرستان بې تنخوا نوکر او ساتونکې دے

ځوان اوئيل چې پلار مې ګورکن دے او فقط د ګور کنستو پيسې اخلي او کله کله کوم فرنګې يا بل څوک چې راشي نو پلار له مو څه امداد څرڅه هم ورکړي.
ما زړه کښې اوئيل چې دا هلک هم د څه خرڅ په تمه څه جال خورول غواړي .دا داسې قسم چالبازئ نه زما کرکه کيږي خو بيا هم په داسې موقع زه څه نه څه امداد يا جيب خرڅه د جيبه راوباسم که جيب کښې مې څه وي او تاسو يقين وکړئ چې زه کال دولس مياشتې تش جيب ګرځم .

خو دا وخت ما سره په جيب کښې د درې څلورو ورځو نه ايکي يو د 5000 زرو روپو نوټ وو چې هغه هم ماد دوايانو د پاره د خپلې کوروادنې نه راخيستې وو نو هلک ته مې اوئيل چې ځوانه خفه نه شے ما به درسره څه لږ ډير امداد کړې وو خو ما سره ماتې نيشته نو کهچرته بيا راغلم نو ارو مرو به زه تا سره امداد کوم.

يو طرف ته په دې خبره هم ډاريدم چې دا هلک سره چرته ماتې پيسې نه وي ځکه چې يو ځل څه موده وړاندې د يو سوالګر په په څير راله نوټ مات نه کړي بيا خو که نه وي نو هم دغه زر دوه زره خو به ورکول ورکول غواړي او که دا مې ترې لرې کړې نو بيا به دوايانو وانخيستې شي او چې وانهخيستې شي نو ګني يو ځل به بيا په دوايانو پسې بيا راځم ؟
هسې هم نن سبا په پېښور کښې ګرځيدل دومره د وړيا مرګ په بيه اخيستل دي.

خو الله پاک زما د زړه اواز واوريدو او هلک سره ماتې نه وے. نو ډاده شوم او په تصويرونو اخيستو بوخت شوم.

هلک ښه انسان ښکاريدو ځکه چې يو خو ئې ماته د قبرستان د ننوتو اجازت راکړې وو بل خوا ئې د فوټوانو نه هم منع نه کړم حالانکه ده اوئيل چې فوټوان خو منع دي خو ته ئې اوباسه.

نو په داسې صورت حال کښې به زما همدردي د دې ځوان سره زياتيدله چې په نتيجه کښې بيا نو زما له طرفه د څه امداد حقدار وو خو دا وخت مې زړه نه غوښتل او بل وخت مې ګمان نه کيږي چې بنده په دې قبرستان کښې بيا چرته حاضر شي. هسې همزمونږ د اخيري ارام ځائي خدائي خبر چرته ليکلې شوې او ټاکلې شوې وي…

الله دې معافي وکړي خير په دې قبرستان کښې چې زه لږ مخکښې لاړم نو د 1830 دقبرونو کتبې مې هم په نظر راغلې چې ډير ښائيسته بيل بوټې په جوړ شوې وو..

په يو قبر خو د انګليسئ ژابې سره د پښتو ژبې هم څه ليکل شوي وو کوم چې ما د ګرد او غبار له وجې ونه لوستل شول.

ځينې قبرونه پکښې نوې نوې لکه د مسلمانانو په څير د سنګ مرروجوړ وو او په ځينې باندې تش د خاورو ډيري غوندې جوړ شوي وو.

ما هلک نه وپوښتل چې دا ځينې قبرونو باندې تش د خاورو ډيري دي ،دوئي کښې هم وهابيان او بريلويان شته که ؟

هغه اوئيل چې کوم دا پخواني قبرونه دي نو دا ډير زاړه دي او دا د فرنګيانو دي، دا نوې پاخه او کچه قبرونه د عيسايانو دي کوم چې اوسيږي خو دلته خو غريبانان دي او مذهب ئې عيسائي دے او دغه د صفائي وغيره کارونه کوي.

ما زړه کښې اوئيل چې دوئي کښې هم لکه د وهابيانو او بريلويانو خام او پاخه قبرونه مروج دي خو ځوان راته خبره پاکه کړې وه چې دا د هغه خلکو قبرونه دي د چا چې زمونږ غوندې د پخيدو وس نه کيږي.
په قبرستان کښې دننه دوه واړه ماشومان او يوه پوخ عمر ښځه هم په جاړو بوټو شوکولو اخته وه.
ما وئيل دا څوک ده؟
ځوان اوئيل چې دلته راځي او د اور د پاره دا خاشاک واښه شوکوي او دا قبرونو نه دا حس خزاله وړي .
مونږ له هم کار اسان شي او د دې غريبي هم کار وشي.

دغه قبرستان کښې به پخوا ډيرې لوئي لوئې ونې وے چې د سړک نه په ليدو به دغه قبرستان ډير پرسکون ښکاريدو.
خو اوس پکښې هغسې ونې نه ښکاريدي بلکه په اخيري حصه کښې خو سمه ډاګه ښکاريده.

ما وئيل دلته د قبرونو نوره زمکه شته؟
هغه اوئيل چې او جي زمکه ډيره ده خو دا بوټي خلک د شپې ريبي او وړي ئې.

ما وئيل تاسو د شپې څوکيداري نه کوئي څه .؟
هغۀ د اوبو ټينکئ ته اشاره وکړه چې وګوره خلکو دا ټولې بمبې او ټوټنئ هم پټې کړې دي او هيڅ دلته نه پريږدي.
د پوليسو چوکئ ورسره په شل ګزه کښې ده .
مونږ‌دلته د ورځي نګراني کوو او د شپې کور له ځو.

په دې قبرونو کښې داسې قبرونه هم وو چې دوه دوه پکښې کسان يا د هغوئي باقيات خخ شوي وو.يعني ميړه د مثال په توګه که د يوې ښځې خاوند دلته مړ شوې وو او ښځه ئې په يو کے کښې مړه وه نو بيا د هغې د وصيت مطابق د هغې خپلو خپلوانو د مړي ايرې يا خاوره راوړې وه او د خپل خاوند په قبر کښې ئې ورسره يو ځائي کړې وه.
په هر قبر د مړي عمر او تاريخ وفات ليکلې شوې وو.
ما زړه کښې اوئيل چې ګوره انسان که هر چرته ژوند وکړي خو اخير بيا به هم د هغه باقيات په ځمکه کښې د خاورو سره يو ځائي کيږي .
اديرې او مقبرې د عبرت ځائيونه دي.او هر کس به د ې ځائے له رادرومي.
کوم خلک چې په دنيا کښي خپل ژوند ډير په ان بان او شان کښې تير کړي وي په اخير کښې به د مرګي کومې په هغه ډکيږي او هم دغه د خاورو ډيري به په جوړيږي .دلته بيا امير او غريب په يو حال کښې وي.

يوه ورځ به د غږ وشي علـــــــــــــــــــي خانه
چې فلانکې هم لکه ګرد او غبار تير شو

الله پاک چې کوم ذي روح د کومو عناصرو نه ساز کړې وي هم هغه عناصرو سره ئې بيا يو ځائي کوي.او دا هر څه د الله د قدرت نمونې او برخې دي.
دا خزلې چې د بــــــــــــــــــــــــــل په قبر وينې
داسې جوړې بي يوه ورځ ستا په مزار شي

انا لله و انا اليه راجعون________________

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Friday، 20 April 2012

سلامونه…..ګورو چې څه کيږي

د څلورو اهم کسان سره ملاقاتونه..زما د ډائيرې نه يو رپورتاژ

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Monday، 31 January 2011

7 دسمبر 2009 پيښور

د څلورو اهمو کسانو سره ليدل کتل.

سحر راته ميجر ريټائيرډ طارق محمود صيب ټيليفون وکړو چې نن به تۀ کور ئې ..؟

ما ورته اوئيل چې او .
کور به يم ځکه چې د کور نه وتلو ته مې څوک نه پريږدي !!

چې څنګه زه د کوره چرته لاړ شم نو هم په هغه ساعت ما پسې چاودنه ( دهماکه) وشي .
او بيا زما په ګرځنده(موبائيل) ټيليفون کښې يا خو
بيلنس ختم وي ،چې زه د خپل سر سلامتئ خبر (اطلاع) کور ته ورکړم ،او يا زما د موبائيل سيټ بيټري ختمه شوې وي چې بل څوک مې په ټيليفون ومومي چې ګني زه په خيريت سره يم.

اوس راباندې د کور واله اعتبار هم نه کوي چې دا څو کرته مې ورسره داسې دروغ نما غوندې نيمګړې خبره کړې وي چې زه بس د دې ميلمه سره لږ مخه ښه د پاره اوځم او بيا چې څه وخت پس راپسې دوئي ټيليفون وکړي ، چې چرته ئې؟؟
نو دروغ مې خلې له نه راځي او چې بيا کله ورته اوائيم چې حيات اباد ، ځنګلي يا سردرياب کښې د فلانکي سره يم نو بيا راته اوائي چې خير دے کور له خو به راځې کنه ؟

که چرته د چاودنې (دهماکې) نه بچ ژوندې راستون شوې نو بيا به زما نه څنګه ژوندې پاتې کيږے؟
زه به درسره ګورم.که ته ما نه ژوندې پاتې شوې نو زه به هم ……

د دې ټولو انديښنو او وسوسو باوجود ما ميجر صيب ته اوئيل چې که ته راغلے ،نو بهانه به ورته جوړه کړم او تا سره به چرته لاړ شم، چې دا بند زړۀ مې لګه هوا وخوري،ډير مړغيجن شوې دے ګوره که چرته يو ځل بيا راژوندې شو.

هغه اوئيل چې سمه(ټهيک ) ده زه څه شيبه وروستو درځم ، بيا به په شريکه حاجي اجون خان جدون ته لاړ شو څوک چې اوس اوس د امريکې نه راغلې دے چې ستړې مه شي ورته اوايو.

د مشرانو سره ناستي پاستې زما هسې هم ډير خوښيږي،
ما وئيل چې خدائي د هر وخت راوله او انشالله چې ډير خوند به وکړي چې خپل 88 کلن مشر حاجي اجون خان جدون صيب ته ورشو. او ورسره د ماضي ،حال مستقبل خبرې وکړو.

کله چې ميجر صيب کور ته راغلو نو د راتلو سره ئې اعلان وکړو چې هلکه زما روژه ده څه تکلفات و نه کړے.

ما وئيل ښه دا ستا ټائيم نه پاس کيدو نو ځکه ته ماله راغلې ؟
ځکه چې بې وخته روژې د نيولې ده ؟
هغه وئيل نه مړه وړې وړې ورځې دي ما وئيل راشه چې دا کور ودانې ئې نيولې شي نو زه ترېنه کم خو نه يم.

خير ميجر صيب سره ستړي مه شې او د کور مالت د مړي ژوندې پوښتنو نه وروستو ما هغه ته اوئيل چې خوراک څخاک نه کوې نو بيا دلته څه کوو راځه چې په وخت اوځو چې په دې لنډو ورځو کښې ډير کسان اوينو چې د ملاقاتونو دا تنده خو ماته شي کنه.

ميجر صيب ته ما خپل کتابونه ورکړل او هغه ته مې په خپل کتاب کښې د هغه په هقله ليکلي شوي اقتباسات هم واورول.

هغه ډير خوشحاله شو، او ما ته ئې اوئيل چې ماله څو کتابونه نور هم راکړه چې حاجي اجون خان جدون او کرنل دراني وغيره ته ئې هم ورکړم.

ما ورله څو زيات کتابونو هم راواخيستل، او په يو کتاب نيم مې ورله ليک هم وکړل ځکه چې ميجر صيب وئيل چې په دې کتاب راته ليکل وکړه چې بيا خلک نه وائي چې دا کتاب ما چا نه پټ کړې دے.
ما ورته په کتاب خپلې پيرزوئينې وړاندې کړې او خپل دسخط او تاريخ مې په ثبت کړو.

ميجر صيب د عطالله کاکاخيل اشنا ريټائيرډ پرنسپل صيب څوک چې د ميجر صيب اسلامئين(اولډ ستوډنټ اسلاميه کالج پشاور) ملګرې دے او ډاکټر عبدلعزيز صيب سره سره د پښور پوښنتون تير وائيس چانسلر پروفيسر هارون رشيد صيب سره د ملاقات کولو په حقله هم اوئيل چې هغوئي سره به هم اوينو.

ميجر صيب په خپله سوزوکي ډبه زمونږ په کور کښې چې د ګيټ نه د ويستلو کوم 10 شل ځل ريهرسل وکړو او ډيره په مشکله ئې لکه د مست اس نيم قابو غوندې مخکښې وروستو کوله نو زه په زړه کښې ويردم ما وئيل الله د خير وکړي که د چاودنو (دهماکو) نه بچ شوم نو د دې ډبې د ايکسيډنت مرګ مې يقينې دے.او په چاودنه کښې خو سړې شهيد هم شي خو دا په ډبه کښې مرګ به مې څوک په شهادت هم نه مني.

خير په ځان مې ايت الکرسي چپ کړه او ميجر صيب سره په دغه ډبه کښې کيناستم .
ميجر صيب ډبه د مست خر په شان په ټوپونو ترينجکو روانه کړه.

زما د سر نه پکول خوالئ (ټوپئ) دوه درې ځله وغورځيده خو چې د خپو نه به مې راوچتوله نو ډير په مشکل او زخمت سره به مې دوه درې ځله هڅه وکړه او بيا به مې چرته راوچته کړه.

ميجر صيب ته زما دا لوړ پلن وجود او بيا د پاسه په اوږو پروت زما دا پټو څادر په خپل ډرئيونګ کښې خلل غوندې وبريخيدو، ما ته ئې حکم وکړو چې دا څادر دې وروستو سيټ ته وغورځوه.ما د اوږو نه څادور کوز کړو او وروستو سيټ ته مې ارتاو کړو. وئيل ئې دا ګز اړخ خو ټول رانه ستا وجود پناه کړې دے او دا سائيډ سکرين رانه ستا دې خسه مړي شړئ پټه کړې ده.
مو ميجر صيب ته سوړ غوندې احتجاج وکړو .ما وئيل ميجر صيب !!!په شړئ او پټو کښې خو فرق کوه.

په وروستو سيټ ميجر صيب د ګوړې څو کڅوړې او د مينچو يو درجن نغاړي هم ايخولي وو.چې په نتيجه ئې ونه رسيدم چې د دې څه مطلب وو.

ميجر صيب وئيل يره د دې نهر نه ستاسو تر دې ځايه پورې څومره فاصله ده.

ما ورته اوئيل چې دغه اته نهه سوه ګزه به وي.

هغه وئيل د نهر د پاسه د کور ولې نه اخيستو؟

،ما وئيل ميجر صيب دې کښې څو نکتې وے.

اوله نکته دا چې دا نهر د غلاظت نه ډک بهيږي او دلته بيماريانې ډيرې ګرځي راګرځي.
هغه اوئيل ولے بيماريانې څه ځناوران دي
چې ګرځي راګرځې.؟

ما ورته اوئيل چې ميجر صيب !!!
ما دا خبره د محاورې په شکل کښې وکړه نور ته چې هر څنګه مطلب ترې اخلے.

دوئيمه دا چې دلته خراب بوئي دے، او دريمه خبره دا چې هغه بله ورځ هم ددې نهر د پل لاندې لس اته بمونه چا ايخې وو.
ميجر صيب ما ته داسې وکتل لکه زما په دماغي صحت ئې شک راغلې وي.

هغه اوئيل سړيه د بمونه کيسه خو اوس راغلې ده تا خو دا کور شپږ اته کاله مخکښې جوړ کړې دے .
ما ورته اوئيل چې ميجر صيب بس څه درته اوائيم .

زړه کښې مې اوئيل چې د نهر په غاړه کوم کورونه خرڅيږي هغه څومره ګران دي د الله بنده.

ما چرته په عربو کښې کميشنونه خو نه دې خوړلې چې بنګلې او پلازې مې په جوړې کړې وې.

خو مزدوري مې کړې دي او پيسې مې حلالې ګټلې دي په حلالو پيسو هم دومره ځائي سړې جوړولې شي.

زما په دې سپينو کپړو ،تور واسکټ او دغه پټو نما غوندې څادر خو مه تيرووځه کنه چۀ دې کښې هم واسکټ دامجد علي خان زما ځوئي د ويړيا (مفتي) د واسکټ کپړې ،چې شپږ کاله مخکښې چا دوست ورله د دوبئ نه راوړلې وه او هر کال به ئې وئيل چې لالا زما د کپړې نه واسکټ ولې نه ګنډې؟

خولئ(پاکول) زما ورور رضا خان د چترال نه راوړې وه او هغه له هم چاپه واده کښي ګفټ کړې وه، او دغه پټو راله مير عالم ورور راوړې وو چې زړه ئې راباندې سوزيدلې وو –

هغه چې کله ماته اوئيل چې حجرې ته ولې نه راووځې ؟
نو ما ورته د ساړه بهانه وکړه نو په سبا ئې راله دا څادر راوړو هغه هم ورته خپلې ښځې او زما کورودانې دوه ځل سفارش او ورپسې د يادګيرنې ټيليفونونه هم کړي وو.

او په خپو کښې دا چپلې راله زمونږ موچي کاکاجي څوک چې کسبا موچي نه دے خو د صوابئ نه په څه جهګړه راتښتيدلې دے او مونږ سره باړه کښې ديره دے هغه موچي توب زده کړې دے
نو چې زه کله د بهر نه راشم نو غريب راله يوه جوړه چپل ګفټ کښې راکوي.هاهاها حالنکه هغه عاجز له چې زه جوابا کوم پرفيوم ورکوم نو هغه د دڅپلو نه ډير ارزان وي.څه وکړم غريبي ده او زه يواځي او دوستان او خير خواهان ډير.

د کپړو،جامو نه علاوه خلک شائيد زما په جوسه هم تير ووځي.
هغوئي دا فکر کوي چې دا دومره لوئي وجود هسې خو نه جوړيږي خو پلاوؤنه ،کورمې او د غوښو کړهيان ئې راښکلې دي نو ځکه ئې په خيټه څلور انچه قالينې وازده غوړيدله ده.

يو ځل په قطر کښې چې ډاکټر ما ته اوئيل چې دا وزن کم کړه نو ما ورته په ځواب کښې اوئيل چې ډاکټر صيب زه خو ډيره کمه ډوډئ خورم نو دا وزن څنګه کميږي؟

هغه زما د خيټې طرفته ته ګوته اوږده کړه او په طنز ئې اوئيل چې دا به ما خوړلي وي او دا وازدې هم زما په خيټه پراتې دي.

د نهر په غاړه ميجر صيب دا سوزکي ډبه داسې چلوله لکه چرته مست خر چې د لارې يوې غاړې ته او کله بلې غاړې ته کوږ کوږ ځي. او کله کله ټوپ ،ترينجک هم اواهي.

چې د يونيورسټې ټاون په مينځ کښې د پاک ايونيو په سړک تيريدو ،نو د ډاکټر ذکيه منهاس د کلينک نه لږ کوز ئې اول ايراني کونسيلټ ته اشاره وکړه چې دلته ئې کار کولو او هغه بل ورځ چا اويشتو په شپږو ژبو ئې عبور لرلو او دې ظاليمانو مړ کړو.
ما ورته اوئيل چې او خبر ئې ما هم لوستې وو او چرته صدر ګلبرګ کښې ئې وژلې وو.

بيا لږ وړاندې ئې يو کور ته اشاره وکړه وئيل دا د هغه شاعر کور دے.
ما وئيل ميجر صيب د شاعر کور څنګه په يونيورسټي ټاون کښې کيدلې شي.؟

هغه اوئيل چې هغه صرف شاعر خو نه وو ډير ښکلې سړې وو.
ما وئيل په ښکلې توب هم نن سبا کار نه کيږي .هغه اوئيل مړه هغه څه وو چې فوځ کښې ميجر هم وو.
ما وئيل داسې وايه کنه لالا ..بيا خو تاسو دا ټول ملګ هم ملکيت کيدلې شي .

په اسلام اباد بليو ايريا ،کراچئ طارق روډ،او لاهور ليبرټي کښې ئې هم د دغه خلکو کورونه وي.

هغه وفرمائيل نه مړه هغه ډير زوړ ميجر وو اوس مړ دے.
ما لۀ خو ئې يو پلاټ راکړې وو .

ما وئيل دا بنګله خو د شپږو کنالو واله ده..
هغه اوئيل دا بنګله ئې پلار جوړه کړې وه.
ما وئيل تاسو له ئې نوم نه راځي؟

هغه اوئيل چې يره ډير ښائيسته سړې وو.
زما ذهن ته فورا په فوځ کښې د پښتنو شاعرانو نومونه راغلل ما وئيل ميجر صب تاسو چرته ارواښاد ميجر يونس خليل خو نه يادوې. ؟؟

هغه اوئيل او کنه او دغه وخت کښې ئې د اقرا يونيورسټي ټاؤن چوک سره خپل ډبه د دوو مزدو په مينځ کښې داسې ور دننه کړه چې زړه او کولمې ئې راته خلې ته راوستلې او بيا ئې د يوې مزدې مخښې ته داسې بريک اوهه چې سر مې د شيشې سره دوه درې ځل ولګيدو ، او يو ځل بيا رانه پاکول پريوتو ..

ميجر صيب اوئيل چې لږ ټيټ کينه کنه چې سر دې نه لګي.
ما وئيل ميجر صيب ستا سيټ خو نور نه ټيټيږي،او زما سټرکچر داسې جوړ دے زه نور څنګه ټيټ شم؟

زړه کښې مې اوئيل دا ځل مې خدائې په خير بوځه نو بيا زما توبه ده چې د ميجر صيب سره په دې ګاډي کښې د مست خرۀ د سوارلئ دا ځانمرګي ته نزدې مزه واخلم.
په دې ځانمرګي سفر کښې مونږ يو او بل دواړو ته د ډرئيورې سنهري اصول هم ښوول او کله کله به مو قهقهه هم لوګوله.
اخير د بورډ نه چې ورتير شو نو ميجر صېب خپله ډبه دې بل لاس ته په يو ګوټ پير کښې يوټرن راواړوله او په يو پيټرول سټيشن ئې ورخوشې کړه.

ما وئيل په قلاره يار څوک به ترې لاندې کړې..

ميجر صب پمپ ته ودريدو او دوو سوو ګيس ارډر ئې وکړو .
د پمپ کاروندوئي ميجر صيب نه چابي واخيسته خو ورته ئې اوئيل خان جي پريشر کم دے.
ما ميجر صيب ته اوئيل چې پريشر د څه کم دے؟
هغه اوئيل چې ته نه پوهيږې د هغه هلک نه ئې چابي بيرته لاس ته کړه او د سټيشن په خوا کښې کښې په سړک ورنيغ شو..چې لږ مخکښې لاړو نو بيا ئې د حاجي اجون خان جدون د ترې پاويز (درې کناله )کور دروازې ته ودرولې ووم.

لږه شيبه پس يو هلک راووتو او مونږ ته ئې دروازه خلاصه کړه.
مونږ ډبه د کور د ننه بوتله او چې مخآمخ ګورم نو حاجي اجون خان جدون لکه د ببر شير ولاړ دے او په وروځو ئې لاس نيولې مونږ ته ګوري چې دا څوک داسې نيغ راننوتوو.

زه په منډا د ګاډي کوز شوم او حاجي اجون خان جدون صيب ته ورته غاړه ووتم او سم دست مې ورته اوئيل چې ماشالله لاخو ځوان ئې صحت د روغ دے.

ميجر صيب اوئيل چې پام کوه اجون خان ته بابا ونه وائې.
دې له اوس هم ځوان دے ماشالله
اجون خان لکه د ببر شير په شان په مخ وړه غوندې ګيره او کږ ترې غټ طريتونو کوم ئې چې تازه تازه وسمي کړي وو لاس راښکلو .لويو بريتونو ،خراشلې ګيره او کماندارې ورځو ئې په مخ جاه و جلال خو کړې وو.
زه ئې فورا وپيژندم .ماته ئې په نيمچګۍ قهقهه کښې اوئي ..اوه دا ته ئې ؟؟؟

ما ورته اوئيل اجون خآن صيب ماشالله اوس هم د دېرو بې خوندو ځوانانو نه ښه ئې.دا ځل هغه يوه مسته قهقهه اواهله او وئ وئيل چې يو ار رائيټ.
د ډوډئ کلک ست ئې وکړو خو مونږ ورته اوئيل چې بس قهوه به څښو او نور څه ته مو زړه نه کيږي.

اجوان خان صيب خپل کور ته ننوتو او لاس کښې يوه ټړې نيولې راووت چې پکښې د قهوې سره بسکټ هم وو.
ما چائې وڅښلې او د پښتنو په روانو حالاتو مو ګپ روان کړو. ميجر صيب هسې هم روزۀ نيولې وه

بيا په ميلمستيا خبره روانه شوه ما ورته اوئيل چې ملک صيب دا راته اوايه چې پښتانه په ميلمستا کښې دومره کلک وي چې کله کله سړې سم تنګ شي چې دا ولې دومره زور راسره کوي ايا دا پيرزوئينه ده او که د دې شا ته څه نوره فلسفه ده؟
بل پوښتنه مې دا ترې وکړه چې دا پښتانه په خيراتي ورکړه کښې دومره بخيل ولے دي؟

ما ورته بيا خپل تجربه بيان کړه او ورته مې اوئيل چې کله کله مونږ له داسې خلک راشي چې د چا چنده پکار وي مدرسو له،هسپتال يا سکول او خاص کر دا کينسر مريضانو له نو په دې کار کښې مونږ ونيو چې پنجابيان دومره تپوسونه پښتنې نه کوي او په لکهونه روپئ چنده ورکوي خو پښتون به سل روپئ راوباسي او ورسره به دوه درې خبرې هم کوي .
هغه هم چې ښه ئې پيژنې هغه له ئې ورکوي هر چا له نه.

اجون خان چې ډير ګرځيدلې او د لويو لويو شخصياتو سره ئې ناسته پاسته کړې ده،ځکه چې په يو وخت کښې 1962 کښې د مغربي پاکستان د اسمبلې غړې هم پاتې شوې وو غالبا هغه وخت به ئې ورته ممبر اف ليجيسليټيو اسمبلي وئيلو

د دې نه وړاندې د يوې ائيل کمپنئ سره فورمين هم پاتې شوې وو بيا ئې خپله ټرانسپورټ کمپنئ هم جوړه کړې وه.

او دغه شان نن ئې هم د يو کامياب انسان ژوند روان دے .
نن سبا په 88 کښې دے او ماشالله ږيرې له ښه اعلي درجه وسمه اوس هم ورکوي.

اجون خان زما د سوالونو ځواب ونه کړې شو
ميجر صيب اوئيل چې پخوا پښتانه د نن ورځې نه هم زيات غريبانان وو
چې کله به ئې څه ښه شې پوخ کړو نو په يو بل به ئې هم پيرزوئينه کوله او هم دغه د اسلام نظريه هم ده.

د بخيلئ وجه ئې جوړ دا ده چې دوئي کله هم اسوده حال شوي نه دي.
نن وخت هم تنګ دسته شوي دي او چې کوم يو نيم پکښې اوس اسوده حاله دے د هغه په خوئي بوئي کښې هم هغۀ غريبي جينيټيکلي راروانه ده.

مونږ په دې خبره سم ونه رسيدو خو بس څۀ شيبه پس راروان شو
چې سپين جماعت له راورسيدو نو ميجر صيب ماته اوئيل چې ځه چې د ډاکټر هارون رشيد صيب کور ته لاړشو هغه هم د امريکې نه راغلې دے او ما لا ليدلې نه دے.

ما ورته اوئيل چې دا خو به ډيره سمه خبره وي خو زما ورتګ به هغلته ښه وي؟
ځکه چې زه خو ئې سم نه پيژنم . او ما خو هډو بيخي نه پيژني .

هغه اوئيل چې ولې ستا څه اخکر شوي دي چې هغه به درنه ويريږي.؟
ما وئيل چې دا خبره نه ده
اصل کښې ډاکټر صيب ډير لوئي سړے دے او ما غوندې نووارد باندې به بد ومني؟

نه ياره
سم دم پښتون دے .او بيا د يونيورسټئ په کيمپس ورخوشې شو.

لږۀ شيبه پس مونږ د هغۀ د بنګلې مخې ته ولاړ وو.
ډاکټر صيب د پوهنتون د وائيس چانسلرئ نه ريټائرډ کيدو وروستو امريکې ته تللې وو او بيا اوس اوس راغلې وو ،

ډاکټر صيب سره ملاقات د هغه په ډرئينګ روم کښې وشو هغه سره څوک نور ميلمانه هم وو
دوئي اوئيل چې بهر به کښينو مونږ څو کرسئ راواخيستې او بهر راووتو.

دوئي چائي او کيک هم راوړو د ډاکټر صيب ځوئي زمونږ ډير په پښتانه مينه خدمت کولو لږه شيبه پس د ډاکټر صيب څوک ګاونډي پروفيسر دراني هم راغلو
داسې لوړ نرې غوندې وو .
ميجر صيب زما تعارف ورسره وکړو ،او بيا ما د پېښور مجلې څو کاپئ ځان سره وړې وې هغه نه مې يو کاپي هم ورکړه.

دوئي بيا سره په پراپرټئ خبرې شروع کړے.
ميجر صيب ورته د بحريه ټاون د سنګل سټوري بنګلې قيمت او ځائي ځائيګي په حکله معلومات ورکول.

ما ورته اوئيل چې 5 مرلې خو وړوکې کور وي نو چې سړې لږ داسې ځائي جوړ کي چې څه ارت بيرت خو وي.
دراني صيب ماته کوز پاس وکتل او د غه لکه زما په حکله کوم سوچ وو هغه ئې خلې ته د سوال په شکل کښې راڅرګند شو.
ما نه ئې پوښتنه وکړه چې تا ميټرک کړے دے؟

يره زه د دې سوال ځواب له بيخې تيار نه ووم او نه مې دا خيال وو چې ګني زه دومره بې خونده او د جاهلو په څير خبرې کوم چې يو پروفيسر ته انډر ميټرکوليټ ښکارم..

دغه وخت دا پروفيسر ما له د پوليس يو ډنډا مار غوندې کانسټيبل وبريښيدو.
ما وئيل په ميټرک پسې مې هم ګمان شته چې يو څه خو وئيلې دي.

هغه بيا دا ونه وئيل چې د دې سوال مطلب څه وو ؟
خو خير زما په حکله ډاکټر صيب او ميجر صيب دراني صيب ته څه اوئيل او دراني ئې رانه قلار کړو.

د ډاکټر صيب بچې مونږ له يو ځل بيا چائي راوړے چې ډير خوند ئې وکړو.
څه شيبه پس مونږ د ډاکټر صيب نه اجازت راواخيست

او يو ځل بيا د ميجر صيب په سوزکي ډبه کښې کېناستو.

ميجر صيب چې سپين جماعت ته راورسيدو نو ما نه ئې نا ساپه تپوس وکړو.

ته د ورځې چرته ورزش مرزش هم کوې که ډر سوباړې په کور کښې يو کونج کښې پروت وے؟

ما ميجر صيب ته اوئيل چې د ورزش د پاره وخت او موقع نه ميلاويږي او بله دا چې واک ته مې زړه نه کيږي.
وئيل زه موقع درکوم دلته اوس د ګاډي نه کوز شه او نيغ کور ته ځه.د نن نه ورزش سټارټ شو!!!

ما وئيل دا خو به ډير لرې نه وي زمونږ دا کور؟
وئيل ئې چې سړيه زه چې کله فوځ کښې ووم نو شل کيلو ميټړه پريډ او پاټيک به مو کولو.
زه د ميجر صيب د پاټيک په دې کړکيچنه مسئله پوه نه شوم او د سوزکي ډبې نه مې راودانګل

ميجر صيب مخ د کهړکئ نه رابهر کړو وئيل ئې خفه خو نه ئې؟

ما وئيل سي يو نکسټ ټائيم ميجر صيب او د يونيورسټي ټاون په دې نيغ سړک د کور طرف ته روان شوم.

امن نظم په يو ټيوب کښې زما په اواز کښې

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Monday، 12 April 2010

ګرانو عزيزانو
د امن په خاطر مې يو نظم ليکلے وو هغه مې اوس په خپل اواز کښې ثبت کړو او په يو ټيوب کښې مې خپور کړو.
تاسو ته ئې هم په ډيره مينه ډالئ کوم

کيمونيکشن او جنريشن ګيپ

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Monday، 11 January 2010

جاري اوساتئ ۔۔۔ »

Film on Bacha khan

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Saturday، 20 December 2008

په باچا خان جوړ شوې فيلم کې زما يوه وړه غوندي حصه
د پښتون قوم وتلې او منلي شخصيت باندې جوړ فلم باچا خان باندے زما يوه تبصره….فيروز افريدي
ليک فيروز افريدي

http://www.thefrontiergandhi.us

نن سحر چې ما په ټي وي دا خبر وکوت چې په پښاور کښې نن هغه فلم کوم چې په حضرت باچا خان چي يو ې کاناډائي ښځې ټي سې مکلوهن په دوويشت کاله کښې مکمل کړې او جوړ کړې وو ،
د پارټئ د سنئير ممبرانو بشمول د صوبې وزير اعلې امير حيدر هوتي د دغه فلم نندره وکړه.

د فلم په ريليز کيدلو زه هم ډير خوشحاله شوم او زړه مې وغوښتل چې يو څو کرښې تبصره په دغه فلم خپلو وروڼو خوئيندو وليکلم.

کله چې دغه فلم په پښاور کښي وښولې شو نو د دغه فلم په کتو هر سړې(نندارچيان) ډير خوشحاله وو،او پکار هم وه ځکه چې دا د ټولو پښتنو د پاره د فخر او وېاړ ځائي وو چې د کنيډا يوې ښځې او د هغي ملګرو په يو پښتون ليډر دا فلم جوړ کړو.او د هغه په ژوند،کار،د ازادئي د پاره د هغۀ قربانئ، منډې ترړې ،جيلونه تکليفونه او د خدائي خدمتګار تحريک بې لوثه ملګرو قربانئ په ډير موثر انداز کښې د ښؤولو يو کوشش کړې دے

دغه فلم د يوې هندې ناول نګارې ښځي Eknath Easwaran په باچا خان باندې ليکلي شوې ناول په قيصه جوړ وو.
په دغه فلم کښې زما هم وړه غوندې ونډه(هغه د يوسف په خريدارو کښې کښې دبوډئ پونبه په څير ) شته .

زما برخه څنګه پکښي شامله ده؟

زما برخه داسې شروع کيږي چې دوه کاله وړاندې چه کله فلم په اخيري مرحلو کښې وو نو يو انډين پروفيسر شاهد صديقي څوک چې د دغه فلم په رسيرچ کښې ډير زيار باسلې دےاو شپه او ورځ يې په ځان يوه کړي وه ،د مختلفو خلکو، علمي او سياسي مرکزونو ،او ګڼ شمير د پښتو ويباڼو دمديرانو سره سره تماس ونيوو.
صديقي صيب د پښاور باچا خان مرکز له ئې هم ډير زيات ايملونه وليږل خو چا ورله ځواب ورنه کړو .
بيا څه وخت پس ئې زما سره ئې تماس ونيوو، او ما ته ئې هم د خپل خواهش اظهار وکړو چې زه د هغه د پاره د حضرت باچا خان،حاجي صيب ترنګزو،او فادر وګرم څوک چې د باچا د اوليني خوندګي ايډورډمشن سکول پشاور ګنج په ۱۹۰۵ کښې پرنسپل وو يو څو نايابه تصويرونه پيدا کړم.

د باچا خان بابا څه تصويرونه په نيټ موجود وو ،او په څو پسې مو مجلې او کتابونه چاڼ کړل ،او د حاجي صيب ترنګزو تصوير مې د يوې مجله نما غوندې بروشر نه سکين کړو کوم چې ما ځان سره د پاکستان نه څه موده وړاندې راوړې وو او دغه سکيچ نما غوندې تصوير د حاجي صيب ترنګزو په مزار جوړ شوې عرس او مشاعره د پاره د مهمندو شاعرانو ملګرو په زيار چهاب شوے د يو بروشر سرورق وو.

په بل مخ ئې د حاجي صيب د ځوئي او خليفه په سپين اس سور عکس وو چۀ دا دواړه هم ما شاهد صديقي صيب ته وليږل .

بيا وروستو د فادر وګرم د تصوير مسئله وه.

ما د پښاور باچا خان مرکز ډاکټر فضل رحيم مروت صيب ،د خيبر واچ ملګرو،دسرحد کنزرويشن ډاکټر علي جان صيب ،د ايدورډ کالج پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم صيب ،د پشاور اکيډمي واکدارانو ،د باچا خان بابا خورئي پروفيسر جهانزيب نياز صيب او ،ډاکټر شيرزمان طائيزي صيب ته ايميلونه او ټيليفونونه وکړل او د ځيني مشرانو سره مې د شاهد صديقې صيب مستقيمې رابطي بشپړ کړې.
پرته له دې نورو ډيرو ځايونو ته ټيلفونونه او ايملونه مونږ و کړل خو د بده شامته دا تصوير پيدا نه شو.
ما خپل ځوئي امجد علي په دغه کار پسې د پښاور ارکائيوته ،او بيا هم هغه په ګنج کښې ايډورډ مشن سکول ته وليږلو او د فادر وګرم تصوير ئې ترې وغوښتو خو هغوئي ټولو ورته د فادر وګرم تصوير پيدا نه کړو.

زما ځوئي په خپل موبائيل کيمره د ايډورډ مشن سکول ګنج پټ په پټه څو تصويرونه واخيستل او هغه ئې ما ته راوليږل.

دغه ټول کار تقريبا په ۵-۶ مياشو پورې زما او د شاهد صديقي صيب تر منځ په رابطو اوپرله پسې يادګيرو نه پس مکمل شو .
په دغه وجه زما او محترم شاهد صديقي صيب کلکه ملګرتيا جوړه شوه ،او هغه ما ته په ښکاره اوليکل چې ستا کار زموږ د پاره ډير مهم دے او دوئي ټل ئې د قدر په سترګه ګوري ،ځکه چې په دغه کار پسې ما پاکستان ته سفر نشو کولے او په پاکستان کښې ميشت خلکو زما د ايمل ځواب هم نه کولو،هغه زياته کړه چې مونږ خپل محسنا ن نه هيرو،او زما شکريه ئې په واز کومي ادا کړه.
ما ورته اوليکل چې زه اګر چې د اے اين پي ممبر نه يم خو بحثيت پښتون په يو لوئي پښتون راهنما ستاسو دغه کار ته ډير زيات د قدر په سرګه ګورم، اوستاسو سره هر قسم مرستې ته بې له څه غرضه او لالچه تيار يم.
صديقي صيب زما ډير زيات مشکور وو او زه د هغه چې زما د وطن په يوه لويه هستي ئې کار کولو ،او شپه او ورځ ئي په ځان يو کړې وه.
او ما هم دغه کار د کوم لاچ په خاطر نه وو کړې او نه ئې اوس په چا احسان کول غواړم خو خوشحاله په دې شوم چې دويشت کاله وړاندې کومې ښځي او د هغې ملګرو چې دا کار شروع کړې وو په ډير استقامت ئې سر ته ورسوو،او زما هم هغه لږې ډيرې منډي بې ځايه نه شوے.
زما د دغه خبرو تائيد به دغه پاس کسان وکړي کوم چې وخت په وخت ما په دغه سلسله کښې په تماس کښې نيولي وو.

تيره ميا شت چې کله د فلم جوړيدو او په نيو يارک امريکه کښې د پرئيمر خبر خپور شو نو ما ته راياد شو چې دا چرته هغه فلم خو نه دے کوم د پاره چې صديقي صيب سره زما هم لږه ډيره منډا کړې وه ځکه چې زما نه دا خبره بلکل ۀيره شوې وه. د صديقي صيب ايمل ايډريس پسې وګرځيدم خو پيدا مې نه کړې شو .بيا مې د امجد نه تپوس وکړو نو هغه راته هغه ايډريس د خپل ايمل بکس نه راوليږلو .
ما شاهد صديقي صيب ته مختصر غوندې ايميل واستوو . او د فلم په ځقله مې ترې تپوس وکړو هغه دوه اونئ پس ځواب راکړو چې هو دا هم هغه فيلم دے چې دوئي په کار پئيل کړې وو.او د خوشحالئ زيرې يې هم راکړو .چې فلم ډير کامياب جوړ شوې دے.او څه موده پس به زمونږ ډائيرکټره صاحبه ستاسو وطن ته سره د فلم درځي.
فلم وښولې شو .زه نه يم خبر چې په دې فيلم کښې زما هغه تصويرونه شته او کنه خو د صديقي صيب اخيري ايمل ستاسو د پاره دلته رانقل کول غوارم.
مننه پيروز افريدي
قطر

Dear Feroz Afridi Sahab
Thank you so mucch for your message.My apologies for not being able to respond back earlier.I am in Canada now for another research project.
Anyway it gives me tremendous joy and satisfaction to inform you that the documentry on Bacha Khan(BK)has been completed now after many turbulent and difficult experiences and to let u know that its because of the support of people like you that I along with my director and crew have been able to realise this dream called Bacha Khan, its our humble tribute to the great legend and idea called Bacha Khan and his unprecedented committment to peace and non violence.
I am also happy to inform you that the movie was opened in New York last month at the Lincoln Center to a unprecedented scale n inspite of heavy rains was well received n apreciated.I am attaching a picture of Bk from the Lincoln Center.
Probably my director would be taking the movie to Pakistan sometimes next month if verything goes well.I won’t be able to make it as I am in canada but will inform you in advance.

take care
Allah hafiz
Dr Shahid M Sidddiqui

چې په خپل وطن بې ناموسه شي نو بيا؟؟؟په پاکستان کښې مسلمانې خوئيندې غير مسلمانانو ته خرڅيږي …فيروز افريدي

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Sunday، 12 October 2008

اوس اوس په ميډيا باندې دا خبر راغلو چې په امريکه کښې د القائيده سره د اړيکو لرلو په تهمت نيولې شوې په امريکائئ زندان کښې محبوسې پاکستانئ دکتورې غافيه صديقي دپاکستاني سينټرانو ډلې ته په يوه مرکه کښې اوئيل چې هغه په اسلام اباد کښې اغوا شوې وه او سره د بچو د باګرام امريکائي زندان ته رسولې شوې وه.
هر چا ته معلومه ده چې، د وطن غدار ،د عالم اسلام او پښتنو دښمن جنرال بې شرف دا معصومه ښځه په امريکايانو څرڅه کړي وه او دا يې ثابت کړې وه چې پاکستاني واکمن دومره بې غيرته دي چې خپله خور لور او مور هم د پيسو د پاره خرڅولائ شي.لکه څنګه چې يو امريکايي قاضي څو کاله وړاندې د کوم وکيل په ځواب کښې د ايمل کاسي په معامله کښې وئيلي وو.د پاکستان واکمن هسې هم بې غيرته شوي دي او
د ټولې نړئ قرضې هم په واوړيدلې دي .خور مور خرڅول کوم بد کار نشي ګڼلې.د پيسو د پاره يې په افغانستان کښې په لکونو نر ښځې ماشومان د امريکائي عسکرو د پاره حلال کړل ،او کوم چې په پاکستان کښې کډوال وو هغه يي خرڅ کړل .او د ګونټانامابې زندان يې پرې ډک کړو.
خو بيا هم د دوئي دا سخه کومئ په ډک نه شو.
د دوئي دا مردار کومي د ډيکيدلو د پاره زما په ذهن کښې يوه ډيره ناوياته خبره راپورته شوه او زه يې ډير په اخلاص د پاکستان بې غيرته حاکمانو ته وړندې کووم

هغه دا چې د پيسو ګټلو يو بهترين طلائي چانس ورته په لاس راغلې دے او په دا کار به ډير شکسته زړونه هم ورغيږي.
او تر څه حده د بهرينې قرضو څخه به هم خلاص شي.
هغۀ مشوره دا ده چې جنرال مشرف د هم د عافيه صديقي غوندې په طالبانو يا القائيده باندې خرڅ کړي شي!!!!
.زما يقين دے چې هغوئئ به ښه معقول رقم د دغه بې غيرته په مردار سر ورکړي چې د نړئ نورو بې غيرته حاکمانو د پاره يې د عبرت مثال وګرځوي.
زما دا هم يقين دے چې په دې کاميابه سوده پسې نور هم ګڼ شمير جنرالان، سياستمداران ،فوځي او سول سروس بيروکريټيان،پرکټيان به په ښۀ معقوله بيه خرڅ شي.

Political Agent of khyber agency abuse language

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Tuesday، 9 September 2008

I was astonished and shocked to read an interview of Capt. Tariq Hayat, Political Agent of Khyber, captioned “In the eye of the storm” in Herald magazine for August 2008 (page 30), in which he has been quoted to have said that “(Mangal Bagh) comes from the least important and least prestigious clan of the Afridi tribes.”

If this be true, the Political Agent has insulted the whole clan of Sepah, which does not suit his status and knowledge.The interview has been recorded by Masood Ansari, in which, the Political Agent has been quoted as: “Talking about Mangal Bagh, the Political Agent said. ‘Mangal is an insignificant man with no education His family background is unknown. He comes from the least important and least prestigious clan of the Afridi tribe.’”The opinion of a person regarding a person is something else, but insulting remarks of a well placed person about a clan are the insult of the whole clan. As an individual, Mangal Bagh is responsible for his action. But, it is an open secret that Mangal Bagh and his ilk are encouraged by political authorities to create a situation to serve their nefarious causes. So far, the political authorities have just closed eyes to all kinds of activities of Mangal Bagh, even letting him burling his arms in Bara bazaar under the nose of the authorities. Had the political authorities were not behind him, then why they did not take any action against him so far?Now, it is not the matter of a person. The Political Agent has come down to confront the whole clan with his offensive attitude. Being a learned person the Political Agent should know about importance of this very clan Sepah, which has been living in Bara Tehsil since long.

The land, the entire bazaar and markets of Bara Tehsil belong to Sepah clan, which, in the eyes of the Political Agent, is ‘insignificant’. This Sepah clan has been here for centuries. The Chief of Sepah, late Malik Ali Akbar, was a distinguished figure among the Afridi chiefs. The education level in this clan is much higher than many other clans, having produced, of course, many well known personalities in political and civil services.

Moreover, I would like to address Herald magazine also that it has blatantly violated journalistic norms by having published the given remarks. Thus, it has clearly abetted Capt. Tariq Hayat, Political Agent, Khyber Agency, is using offensive language against the Sepah clan.

As a member of Sepah clan, I exercise my right to appeal to Capt. Tariq Hayat, the Political Agent of Khyber Agency, and the Herald magazine, for unconditional apology to the Sepah clan, otherwise, we will be constrained to explore legal ways for redemption.

   

Feroz Afridi

PO BOX no 15570

Doha

Qatar

 


ټول حقونه د فيروز خان افريدي پښتو بلاګ خوندي دي.