د سيند په غاړه س پسينې سپوږمئ د پلوشو لاندې يوه شپه……..ليکوال فيروز افريدي

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Saturday، 14 March 2009

د سيند په غاړه د سپينې سپوږمئ د پلوشو لاندې يوه شپه
۱۱ مارچ ۲۰۰۹ په خيشکو کښې د سيند په غاړه ماښام

——————————————————————————–
د سپوږمئ د نندارو په حقله ډيرو شاعرانو خائيسته شعرونه،ليکلي او په اردو کښې خو ګڼ شمير سندرې د دغې شپې دسپيځلې حسن او ښکلا يو سحر انګيز منظر کشي کوي.
-چاندني راتين
-چودهوين کا چاند هو تم يا افتاب هو
جو بهي هو خدا کي قسم لاجواب هو
.په پښتو کښې سپينې سپوږمئ وايه اشنا به چرته وينه ګونګئ شې ولې نه وائې حالونه

او بيا په ګڼ شمير ټپې مصرعې او غاړې د سپوږمئ
په خائيست او ښکلا وئيلي شوې دي او د پښتون کلتور او ادب دا ئې د سپوږمئ په رعنائيو او پلوشو منور کړې دے.

زه څو ورځې وړاندې يو نامتو ملګري پروفيسر اباسين يوسفزي صيب د سپوږمئ د راختلو او هم په دغۀ وخت د نمر د ډوبيدو منظر ليدلو د پاره د سيند غاړې ته راوبللم.

ادغه منظر ليدلو د پاره د فطرت ښکلا پرستو د ۱۱ مارچ ورځ خوښه کړۀ.

دا داسې ورځ وه چې سپوږمئ د خپل روڼ مخ نه ټول حجاب لرې کړې وو او پوره په اب و تاب کښېې ئې خپلې جلوې او خائيست خائيلو.

ماسپخښېن درې بجے وخت مقرر وو اباسين صيب درې نيمې بجے زما غريب خانې ته راغلو او په منډا ئې زه په ګاډې کښې لکه د بار وردننه کړم.
بار مې ځکه اوئيل چې په دغه ګاډي کښې د مخکښې نه ۵ کسان وو او شپږم ئې زه وروخېژولم اوم۷ مو هم راپورته کړو او دغۀ شان د منزل په لور روان شو.

په څوکنو کښې راته حاجي ګلزار خان او مسافر هلال خيل په انتظار ولاړ وو.

هلته چې ورسيدو نو د هغوئي سره مو ليدل کتل وشول او ورسره نزدې ګيس سټيشن کښې مو د مازيګر مونځ هم وکړو.

يو څو کسان نور هم راسره ملګري شول چې پکښې شاعر ملګرې عاقل خان او څو کسان افغانان هم وو.

مازيګر څه پينځه بجې د ازاخيلو سره د سيند غاړې طرف مو ګاډي ورتاؤ کړل او بيا دوه درې کلو ميټره مزل نه وروستو د سيند په غاړه د يوې غونډئ په غيږه کښې جوړې جونګړې ته ورسيدو.
د خيشکو خان فياض خان سره د خپل لاو لشکر زمونږ استقبال ته ولاړ وو.

خومره چې دا ځائي ښکلې وو د هغې نه زيات د دې جونګړي خان فياض خان خائيسته وو.

سور سپين د مينځني عمر فياض خان د چا تندي لکه د پينځلسمې د سپوږمئ روښانه،په مخ ئې يوه مستانه مسکا ،مخمورې سترګې او ارته سينه د ميلمانو ستړي مشي ته لاس په نامه ولاړ وو.

د فنون لطيفې په علومو مست دا خان څوک چې ځان د دې جونګړي ملنګ ګڼي
په رښتيا هم د ډيرو اعلي خويونو ملنګ وو.
د ريا حرقه ئې خدائي مکړه په غاړه
رحمان کوږ دستار تړلې قلندر دے

په دې خپله بادشاهئ کښې دې ملنګ بادشاه ځان له لکه د رحمان بابا په شان د سيند په غاړه يوه چوتره جوړه کړې ده چې د ورځې د کارونو راغونډولو نه پس مازيګر نه تر ماسختن پورې پکښې ناست وي.

او زمونږ غوندې فطرت پسند ملګري ورته راغونډ وي.

بادشاهئ د ملنګانو په دعا شي
زه رحمان هله باچا شوم چې ګدا شووم.

مازيګر تقريبا ټول ملګري راغونډ شوي وو. د دغه غونډئ ګير چاپيره سيند تاؤ شوې وو او لږ غوندې ځائئ پکښې د موټر د لارې د پاره د خشکې او اوبو ترمينځ پاتې وو.

مونږ لږه شيبه پس د غونډئ سر ته وختو هلته مو د نمر د پريوتو خائيسته ننداره وکړه.اباسين صيب د غونډئ د پاسه خپل روزمره واک تر سره کړو .مونږ ملګرو په سيند کښې د نمر د پلوشو خوند اخيستو.
د غونډي د سروکي نه د ازاخيلو ورشو او د سيند پورې شنه غاړه او بيا په سيند کښې يوه وړه غوندې د چپو والا کيشتئ کښې يو هلک پورې وتل او بيا راپورې وتل يو سيندريز غوندې ماحول جوړ کړي وو.
ځيني ملګري په سيګريټي کشونو بوخت وو.
ځينو پکښې خپل ملګرو ته په موبائيلونو د دې حسين منظر، په شاعرانه مصرو کښې انځور ګري کوله.

فياض خان د خپلې کيمرې په سترګه د يو يو ملګري عکس په خپله اخيستل او بيا به ئې ورته په ډيره مينه هغه عکس خوؤلو.

د کوربه د اخلاص دومره خوږ انداز ما په وړومبي ځل په شدت سره محسوس کړو.

ما په زړه وئيل کښې سوچ وکړو چي پښتون څومره شدت پسند دے.
په مينه کښې هم دومره متششد دے چې ځان قربانوي ،دومره مخلص دے چې په نياز کښې خپل سر هم د چا نه نه منع کوي.

مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو
مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو.

د ماښام په وخت ځينې ملګري د غونډي نه کوز شول او هلته د ناستې د ځائي سره نزدې په کبل ئې د ماښام مانځه له تغرونه خواره کړل.
زه، حاجي ګلزار ،فيض محمد،مسافر خان د ټولو په اخيره کښې د غونډئ د سر نه کوز شو او په مانځه کښې مو ځان شريک کړو.
د مانځه د فراغت نه پس ته مونږ د کټونو په طرف لاړو او بيا څو شيبې پس ابسين يوسفزي صيب د سپوږمئ د راختلو اعلان وکړو.
ټول ملګري د سپوږمئ په ننداره شول

په دغه ورځ وريځ هم وه خو د سپوږمئ مخ ئې پټ نه کړې شو.
سپوږمئ ورو ورو راختله ،په بل طرف د غروب په افق د سور شفق سرخي خوره وه.
يوه سحر انګيز منظر وو.
ما مسافر ته اوئيل چې د اباسين صيب چې دومره ښکلې ګره چې په خپل تخلص اباسين لګوي نو د هغې وجه شائيد هم دغه د سيند غاړه وي چې دې ورله په تواتر سره رادرومي.
نو بيا د اباسين صيب په شاعرئ کښې خو به دغه غورزنګونه خامخا راتلل.

اباسين صيب هم د دغه فيملي يو بل ملګري څوک چې د حکومت يو لوئي چارواکې هم دے ،ډير په ښکلي انداز کښې د هغه د کريکټر تفصيل بيان کړو.او د هغه سره منسوب د پيښور پوهنتون په زړه پورې خاطرې ئې په بشپړ توګه بيان کړې .
چې د خوند رنګ نه ډکې وې.

مونږ په خپلو کښې ګپ شپ او ټوقې ټقالې کولې.
او فياض خان خپل لاؤ لښکر ته د ډوډئ او خوراک څښاک هدايت جاري کولو کښې بوخت وو

لږه شيبه پس جنريټر د بجلئ قمقمې روښانه کړې دغه قمقمو د سيند په اوبو کښې داسې خائيسته پلوشې جوړې کړې چې ماحول نور هم شاعرانه شو.

ما د مينې او محبت په موضوع خبرې کولې او چا ته مې اوئيل چې کله انسان د څلوښتو کالو تير شي نو بيا دا د ځوانئ د دور محبتونه،مينې او عاشقئ يو ليونتوب ښکاري.او په خپل ځان پورې خاندي.

نه پوهيږم چې فياض خان تر غوږ دا خبره څنګه ورسيده خو ناساپه زمونږ د کټ طرف ته راغلو .او دومره په دلنشين انداز کښې ئې زما د خبرې تائيد وکړو.
دغه وخت کښې د هغه په سترګو کښې يوه عجيبه غوندې ځلا ښکاريده.
او ډير په مخمور انداز ئې کښې د پوهنتون د يو استاذ ذکر شروع کړو.

د سپوږمئ پلوشې نورې هم راخورې شوې او لږه شيبه پس څو کسانو په مخامخ اوږد او لوئي چوپال کښې پردې راځوړانده کړې.
اته بجې د چوپال نه د موسيقئ د الاتو د مشق کولو اوازونه ورور ورو راتلل شروع شول.
داسې په غير محسوس انداز کښې د نوښار نه څلور کسان موسيقاران وابلل شوي وو او هغوئي د خپلو خپلو د موسيقئ د الاتو ازميښتنه کوله ،او د سر تال مشق ئې پئيل کړي وو.
اباسين صيب ما او زما نورو ملګرو ته په چوپال کښې د راتللو بلنه راکړه او بيا په فرشي نشت ټول ملګري کيښناستل

چې کله ملګري راجمع شول نو د کلارټ استاذ يو راګ وڅيړلو او دومره په ژور انداز کښې د راګ سپړلو زيار باسلو چې زما زړه ئې ځان سره ډوب کړو،بيا لږه شيبه پس ئې يوه خوږه هندي نعمه پئيل کړه.

او ما ته اندازه وشوه چې فنکاران که پښتانه دي بيا هم پۀ راګ او راګنئ ښه خبر دي. او پۀ خپله دې فن کښې استاذان دي.

په باجه باندې د جهانزيب نوشهروي مرحوم ورور ګوتې پورې کړې وې په دبله هم د دغه خاندان يو ښه استاذ د ميځني عمر ډير په زړه پورې سنګت کولو،ورسره په ډهولک يو ځلمي هنرمند ډير په چټک انداز کښې ملګرتيا کوله،او بيا چې د چا فن په ما يو خوږ اثر کړې وو هغه د کلارټ يو مينځيني عمر سور سپين هنرمند وو چې د دې درې واړو نه په شکل صورت کښې هم مختلف وو او په فن کښې ئې هم يو خوږ او سحر کونکې تاثير وو.

د کلارټ استاذ د هندي يوه نغمه،پيار کرنے والے کبهي ډرتے نهي جو ډرتے هين وه پيار کرتے نهي

او بيا ورپسي د نصرت فتح علي خان يوه نغمه
کسي دا پيار نه ويچهړے ماحول غمجن غمجن کړو.

مونږ د دغه نغمو نه خوند اخيستو چې په دغه وخت د دې جونګړي ملنګ فياض خان د سازيندوو سره جوخت کيښنا ستو.

مخې ته ئې درې څلور کاپئ پراتې وې.ما ته معلومه نه وه چې د نن ستورې فنکار زمونږ دغۀ کوربه خان دے.
دا د حيرت يوه بل دروازه زما په ذهن کښې خلاصه شوه

او بيا هغه د حمزه بابا د رباعي نه په خپل خوږ اواز کښي ابتده وکړه او ورپسې يو غزل ئې په ډير ښکلي او ځانګړي انداز کښې اوئيلو.

فياض خان د ځمزه بابا ډيرې غزلې په ياده په خپو جوړو شوو طرزونو کښې اوئيلې او يقينانا چې په وړومبي ځل ما په خپل ځان او په خوا کښې ناستو ځلمو د وجد يو کفيت محسو س کرو.

څه وخت پس فياض خان خپلو کسانو ته د جنريټر بندولو او د چوپال د پردو لرې لولو اوئيل او چې کله پردې لرې شوې نو د پينځلسمې سپوږمئ سپينې پلوشو په سيند او د سيند په غاړه يو نور راخور کړې وو.

ما په وړومبې ځل د سپوږمئ دومره خائيست وليدو.

د سيند په غاړه بيخې خاموشي وه او د سپوږمۍ پلوشو يوه عجيبه د سحر ډکه نندره خووله.

يو ځل بيا فياض خان د حمزه بابا او ورپسې د اباسين صيب غزل اوئيلو.

په غزلو پسې سلام او قوالې نما غوندې منقبتونه هم اوئيل شول.

او بيا د غني خان غزل پکښې يو بل شان تاثر پريخود.

په دې منځ کښې يو بل ملګري دوه غزلے د اردو پيار بهرے دو شرميلے نين
او
بړے بے مروت هين يه حسن والے
کبهي دل لګانے کي کوشش نه کرنا

او په دې پسې يو ځل بيا فياض خان
يه دل يا پاګل دل ميرا کيوڼ بوجهه ګيا اوارګي.

په ډير ښکلي انداز کښې اوئيلو،
تقريبا د شپے تر لسو بجو پورې د موسقئ دا محفل جاري وو .ما محسوسه کړه چۀ زمونع افغاني ملګرو د راګ راګنو سره دومره علاقه نه درلوده.ځکه هغوئي په مينځ کښې يو يو پاسيدو او د سيند په غاړه ئې د سپوږمئ د پلوشو لطف اخيستو .
د افغانستان په جنوب کښې د اتڼ او تودې موسيقئ علاقمند ډير دي او هغوئي ګرمي لوبې خوښوي.
چې يقينا د راګ او راګبنو د سوړ سرور نه مختلف انداز موسيقي ده.

دوئې خپله وينه په اتڼې موسيقئ ګرموي.

لس بجے د فياض کسانو مونږ ته د کورني چرګانو په خوروا کښې ماته ډوډئ او ورسره نور پخلي کيښخود،خو په خوروا کښې د ماتې ډوډئ چې کوم خوند او لذت وو هغه يقينا چې د ياديدو وړه خبره ده.

تقريبا يولس بجې د شپې مونږ د فياض خان نه رخصت واخيستو.

اباسين صيب ټول ملګري راغونډ کړل د خير يوه دعا ئې وغوښته د کوربه شکريه په خلاص زړه ادا کړه او زه چې کله فياض خان ته ورته غاړه وتم نو ما ورته اوئييل چې فياض خان
زما ټول عمر په مسافرئ کښې تير شو.او ژوند په خوندونو هيڅ خبر نه شوم خو نن چې کوم خوند ما ستاسو د خلوص ډکې ميلمستيا نه واخيستو يقينا چې تر باقي عمر به ما ته دغه ننۍ شپه ياده وي.

هغه په جار اوئيل چې کله هم وطن ته راځي نو زما د دغه جونګړې دروازې به ستا د پاره بيرته وي.
او بيا به هم انشالله خامخا رادرومې.

ما د هغه شکريه ادا کړه او بيا ټول ملګري د کاروان په شکل کښې د سيند د غاړې نه راستانه شو.
ما ته د خپل يو وړوکي نظم “خپلې خارې ته کچه يم” مصري راياديدې

نه مې ښکل کړله په مينه
نه مې سترګو ته رانجه کړه
نه مې مشکو په شان بوئي کړه

شرمينده يم شرمينده
خپلے خاورې ته کچه يم

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Friday، 16 January 2009


د فرح حميد ډوګر کيس په حقله د هائي کورټ د فيصلې په تاثر کښې…..۱۶ جنوري 2۰۰۹

چې ډوګر په کښې قاضي وي
او بادشاه ئې زرداري وي

يو خير ګر ئې ګيلاني وي
بل سوال ګر ئي قريشي وي

يو محدوم ئې تجاري وي
بل مشير ئې موسوي وي
مخ کتنه د شيري وي
تدبيرونه اعواني وي
اوکوټوال پکښې نائي وي
مشورې د ډيزلي وي
تابعدار ابن الولي وي
حکومت ئې ټول سوالي وي
چې انصاف پکښې خيالي وي
او اختيار د پي پي پي وي
بيا په داسې حکومے کښې
فيصلې به هوائي وي

د واکمنو بې غوري وي
د امراؤ بې حسي وي
د غريب عمر د سپي وي

بيا به داسې قانون څه وي ؟
چې انصاف ئې سياسي وي
چې په نوم خو حکومت وي
خو د بل چا غلامي وي
هرطرف ته خود غرضي وي
په هر خوا نفسانفسي وي
او عوام پکښې خصي وي
بيا به داسې په مونږ کيږي
څوک نه څوک خو به باغي وي
که طالب وي که ملا وي
که د کلي څو ځلمي وي
خامخا به داسې حال کښي
بيا بريدونه ځان مرګي وي

فيروز افريدي ۱۶ جنوري 2۰۰۸

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Friday، 9 January 2009

لويه خدايه

په صفت د څوک مکين د پاس اسمان کړو

څوک په نفس د را بهر د خلد مکان کړو

چې انا او ضد دې مل زما افغان کړو
خدايه پاکه ژوند دې ډير راته اوس ګران کړو

دا زما د خپله لاسه په ما کيږي
چي زما غلام د نن زما سلطان کړو

دا د خپلو خطاګانو سزا مو مي
پښتنو چې خپل وطن د جنګ ميدان کړو

نور د صبرد زغملو توان مو نيشته
ډير دې اوږد دا د صبر امتحان کړو

پاکه خدايه ستا په لوئي کرم به کيږي
په دا خپل تدبير کښي پاتې د انسان کړو

لويه خدايه بس د امن دعا غواړم
د فيروز دې که پوره دغه ارمان کړو

poem o peace …فيروز افريدي

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Monday، 29 December 2008

د ساحر لدهيانوي د نظم پښتو ژباړه سره د زياتوالي
معززو شريفانو انسانانو

وينه خپله که د بل بدن توئيږي
د ادم د نسل وينه ده بهيږي
جنګ خو جنګ وي که په شرق وي که غرب وي
د دنيا د امن وينه به څڅيږي

بم په کور که په سرحد باندې غورځيږي
سل کورونه د روحونو پرې ورانيږي

خپل پټي که د بل چا پټي سوزيږي
لوږي تندې به په هر لوري زياتيږي

دا ټينکونه چې په وړاندې وروستو کيږي
د وطن زمکې په شاړو کښې بدليږي

څوک سندرې د بري څوک د غم ساندې
ژوند په مړو باندې وير کوي ژړيږي

جنګ په خپله يوه لويه مسئله ده
په جنګونه مسئلې نه هوا ريږي

اور او وينه به څه درکړي انسانانو
مختاجي او لوږه نوره سيوا کيږي

معززو شريفانو انسانانو
جنګ به نکړو جنګ کښې هر څه تباه کيږي

چي رڼا زما او ستا په کور کښي راشي
دا د امن شمع پريږدئ چې بليږي

د خپل ځان د زبادولو په خاطرنن
ضروري نه ده انسان د چې قتليږي؟

که د کور تورو تيارو ته رڼا غواړئ
ضروري نه ده چې کور د سوزل کيږي

جنګ په نورو سنګرونو هم کول شي
ضروري نه ده چې وينه د توئيږي

د ژوندون په مخ د عقل سترګې هم شته
ليونتوب د پکښي هر وخت نه غړيږي
راشئ ورکې دا تيارې د بد بختئ کړئ
مشالونه د فکرونو د بليږي

ځئ چې جنګ وکړو د هغه بلاګانو
چې د امن د کارون مخې ته کيږي
جنګ د داسې تفرقو سره چې وکړو
اتحاد په امن نور هم سيوا کيږي
چې وحشت او بربريت سره جنګ وکړو
چې په امن د تهذ يب لمن پلنيږي

جنګ د وشي د مرګي د سياست سره
د انسان بقا د امن په سر کيږي

جنګ د لوږې ،غريبئ سره د وشي
چې د ژوند د خوږو خوند په سيوا کيږي

د بې لارو وکدارانو جنګ پکار دے
چې په امن د بې وسو ځان خلاصيږي

جنګ د وشي د زردارو ستمګرو
چې غلام د غلامئ نه ازاديږي
جنګ د هغې فلسفې سره د وشي
چې د امن د خيالونو سره جنګيږي

ځان له داسې دنيا جوړه کړو د مينې
چې د امن فرشتې پکښ اوسيږي

په روانه روانه کښې دا ترجمه په 2۵ دقيقو کښې په تاريخ2۹ دسمبر د شپې پاؤ کم يوه بجه سر ته ورسيده.
د غلطيانو تيروتنو د پاره معافي غواړم
فيروز افريدي
دوحه قطر

Film on Bacha khan

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Saturday، 20 December 2008

په باچا خان جوړ شوې فيلم کې زما يوه وړه غوندي حصه
د پښتون قوم وتلې او منلي شخصيت باندې جوړ فلم باچا خان باندے زما يوه تبصره….فيروز افريدي
ليک فيروز افريدي
http://www.thefrontiergandhi.us
نن سحر چې ما په ټي وي دا خبر وکوت چې په پښاور کښې نن هغه فلم کوم چې په حضرت باچا خان چي يو ې کاناډائي ښځې ټي سې مکلوهن په دوويشت کاله کښې مکمل کړې او جوړ کړې وو ،
د پارټئ د سنئير ممبرانو بشمول د صوبې وزير اعلې امير حيدر هوتي د دغه فلم نندره وکړه.

د فلم په ريليز کيدلو زه هم ډير خوشحاله شوم او زړه مې وغوښتل چې يو څو کرښې تبصره په دغه فلم خپلو وروڼو خوئيندو وليکلم.

کله چې دغه فلم په پښاور کښي وښولې شو نو د دغه فلم په کتو هر سړې(نندارچيان) ډير خوشحاله وو،او پکار هم وه ځکه چې دا د ټولو پښتنو د پاره د فخر او وېاړ ځائي وو چې د کنيډا يوې ښځې او د هغي ملګرو په يو پښتون ليډر دا فلم جوړ کړو.او د هغه په ژوند،کار،د ازادئي د پاره د هغۀ قربانئ، منډې ترړې ،جيلونه تکليفونه او د خدائي خدمتګار تحريک بې لوثه ملګرو قربانئ په ډير موثر انداز کښې د ښؤولو يو کوشش کړې دے

دغه فلم د يوې هندې ناول نګارې ښځي Eknath Easwaran په باچا خان باندې ليکلي شوې ناول په قيصه جوړ وو.
په دغه فلم کښې زما هم وړه غوندې ونډه(هغه د يوسف په خريدارو کښې کښې دبوډئ پونبه په څير ) شته .

زما برخه څنګه پکښي شامله ده؟

زما برخه داسې شروع کيږي چې دوه کاله وړاندې چه کله فلم په اخيري مرحلو کښې وو نو يو انډين پروفيسر شاهد صديقي څوک چې د دغه فلم په رسيرچ کښې ډير زيار باسلې دےاو شپه او ورځ يې په ځان يوه کړي وه ،د مختلفو خلکو، علمي او سياسي مرکزونو ،او ګڼ شمير د پښتو ويباڼو دمديرانو سره سره تماس ونيوو.
صديقي صيب د پښاور باچا خان مرکز له ئې هم ډير زيات ايملونه وليږل خو چا ورله ځواب ورنه کړو .
بيا څه وخت پس ئې زما سره ئې تماس ونيوو، او ما ته ئې هم د خپل خواهش اظهار وکړو چې زه د هغه د پاره د حضرت باچا خان،حاجي صيب ترنګزو،او فادر وګرم څوک چې د باچا د اوليني خوندګي ايډورډمشن سکول پشاور ګنج په ۱۹۰۵ کښې پرنسپل وو يو څو نايابه تصويرونه پيدا کړم.

د باچا خان بابا څه تصويرونه په نيټ موجود وو ،او په څو پسې مو مجلې او کتابونه چاڼ کړل ،او د حاجي صيب ترنګزو تصوير مې د يوې مجله نما غوندې بروشر نه سکين کړو کوم چې ما ځان سره د پاکستان نه څه موده وړاندې راوړې وو او دغه سکيچ نما غوندې تصوير د حاجي صيب ترنګزو په مزار جوړ شوې عرس او مشاعره د پاره د مهمندو شاعرانو ملګرو په زيار چهاب شوے د يو بروشر سرورق وو.

په بل مخ ئې د حاجي صيب د ځوئي او خليفه په سپين اس سور عکس وو چۀ دا دواړه هم ما شاهد صديقي صيب ته وليږل .

بيا وروستو د فادر وګرم د تصوير مسئله وه.

ما د پښاور باچا خان مرکز ډاکټر فضل رحيم مروت صيب ،د خيبر واچ ملګرو،دسرحد کنزرويشن ډاکټر علي جان صيب ،د ايدورډ کالج پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم صيب ،د پشاور اکيډمي واکدارانو ،د باچا خان بابا خورئي پروفيسر جهانزيب نياز صيب او ،ډاکټر شيرزمان طائيزي صيب ته ايميلونه او ټيليفونونه وکړل او د ځيني مشرانو سره مې د شاهد صديقې صيب مستقيمې رابطي بشپړ کړې.
پرته له دې نورو ډيرو ځايونو ته ټيلفونونه او ايملونه مونږ و کړل خو د بده شامته دا تصوير پيدا نه شو.
ما خپل ځوئي امجد علي په دغه کار پسې د پښاور ارکائيوته ،او بيا هم هغه په ګنج کښې ايډورډ مشن سکول ته وليږلو او د فادر وګرم تصوير ئې ترې وغوښتو خو هغوئي ټولو ورته د فادر وګرم تصوير پيدا نه کړو.

زما ځوئي په خپل موبائيل کيمره د ايډورډ مشن سکول ګنج پټ په پټه څو تصويرونه واخيستل او هغه ئې ما ته راوليږل.

دغه ټول کار تقريبا په ۵-۶ مياشو پورې زما او د شاهد صديقي صيب تر منځ په رابطو اوپرله پسې يادګيرو نه پس مکمل شو .
په دغه وجه زما او محترم شاهد صديقي صيب کلکه ملګرتيا جوړه شوه ،او هغه ما ته په ښکاره اوليکل چې ستا کار زموږ د پاره ډير مهم دے او دوئي ټل ئې د قدر په سترګه ګوري ،ځکه چې په دغه کار پسې ما پاکستان ته سفر نشو کولے او په پاکستان کښې ميشت خلکو زما د ايمل ځواب هم نه کولو،هغه زياته کړه چې مونږ خپل محسنا ن نه هيرو،او زما شکريه ئې په واز کومي ادا کړه.
ما ورته اوليکل چې زه اګر چې د اے اين پي ممبر نه يم خو بحثيت پښتون په يو لوئي پښتون راهنما ستاسو دغه کار ته ډير زيات د قدر په سرګه ګورم، اوستاسو سره هر قسم مرستې ته بې له څه غرضه او لالچه تيار يم.
صديقي صيب زما ډير زيات مشکور وو او زه د هغه چې زما د وطن په يوه لويه هستي ئې کار کولو ،او شپه او ورځ ئي په ځان يو کړې وه.
او ما هم دغه کار د کوم لاچ په خاطر نه وو کړې او نه ئې اوس په چا احسان کول غواړم خو خوشحاله په دې شوم چې دويشت کاله وړاندې کومې ښځي او د هغې ملګرو چې دا کار شروع کړې وو په ډير استقامت ئې سر ته ورسوو،او زما هم هغه لږې ډيرې منډي بې ځايه نه شوے.
زما د دغه خبرو تائيد به دغه پاس کسان وکړي کوم چې وخت په وخت ما په دغه سلسله کښې په تماس کښې نيولي وو.

تيره ميا شت چې کله د فلم جوړيدو او په نيو يارک امريکه کښې د پرئيمر خبر خپور شو نو ما ته راياد شو چې دا چرته هغه فلم خو نه دے کوم د پاره چې صديقي صيب سره زما هم لږه ډيره منډا کړې وه ځکه چې زما نه دا خبره بلکل ۀيره شوې وه. د صديقي صيب ايمل ايډريس پسې وګرځيدم خو پيدا مې نه کړې شو .بيا مې د امجد نه تپوس وکړو نو هغه راته هغه ايډريس د خپل ايمل بکس نه راوليږلو .
ما شاهد صديقي صيب ته مختصر غوندې ايميل واستوو . او د فلم په ځقله مې ترې تپوس وکړو هغه دوه اونئ پس ځواب راکړو چې هو دا هم هغه فيلم دے چې دوئي په کار پئيل کړې وو.او د خوشحالئ زيرې يې هم راکړو .چې فلم ډير کامياب جوړ شوې دے.او څه موده پس به زمونږ ډائيرکټره صاحبه ستاسو وطن ته سره د فلم درځي.
فلم وښولې شو .زه نه يم خبر چې په دې فيلم کښې زما هغه تصويرونه شته او کنه خو د صديقي صيب اخيري ايمل ستاسو د پاره دلته رانقل کول غوارم.
مننه پيروز افريدي
قطر

Dear Feroz Afridi Sahab
Thank you so mucch for your message.My apologies for not being able to respond back earlier.I am in Canada now for another research project.
Anyway it gives me tremendous joy and satisfaction to inform you that the documentry on Bacha Khan(BK)has been completed now after many turbulent and difficult experiences and to let u know that its because of the support of people like you that I along with my director and crew have been able to realise this dream called Bacha Khan, its our humble tribute to the great legend and idea called Bacha Khan and his unprecedented committment to peace and non violence.
I am also happy to inform you that the movie was opened in New York last month at the Lincoln Center to a unprecedented scale n inspite of heavy rains was well received n apreciated.I am attaching a picture of Bk from the Lincoln Center.
Probably my director would be taking the movie to Pakistan sometimes next month if verything goes well.I won’t be able to make it as I am in canada but will inform you in advance.

take care
Allah hafiz
Dr Shahid M Sidddiqui

د مسافرو پښتنو د وطن د څارونکو نه يو سوال؟

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Saturday، 6 December 2008

د وطن د څارونکو نه يو سوال

اے په وطن باندې پراتو د ښامارانو بچو
اے په و خشت او بربريت باندې اخته ديويانو
د اژدهے په څير په خله کښي اور پالونکو خلکو
وطن مو ولې لو لپه او سرې لمبې لمبې کړو ؟
په کوم سبب مو وران ويجاړ کړو زمونږ ښکلې وطن؟

اے خون خورو ،وطن فروشو،مذهبي غلاګرو
چا درته دا وطن په مال غنميت درکړې؟
چې په خيراج کښې اوس د خوار اولس سرونه وهئ؟

اے شرپسندو،په وطن باندې قابض وخشيانو
مونږ مسافر درنه د خپل وطن پوښتنه کوو
تاسو په کوم قانون د روغ وطن دا حال کړې دے؟
چې د شيطان په لاس بعيت مو د دجال کړې دے

خيانت ګرو،غدارانو، د وطن د ښمنو
د مسافرو ،کنډو رنډو، يتيمانو برخه
د خپل هوس او د حرص په تور ښامار وخوړه
تاسو د خپلو وروڼو خاوره په اغيار وخوړه

مونږ چې وطن درته پريخوو نو داسې حال خو نه وو
هر خوا ته امن وو، وطن کښې سوکالي ډيره وه
شنه پټي،ښکلي چمونونه ،دريابونه، دشتے
په غر او سمه کښې د شنو باغونو شنے ځنګلے
د لوړو غرو نو سپينې سپينې دا واورينې څوکې
د نکهتونو ميوو ډکې، ګل وريني درې

مونږ بدنصيبو نه شو پاتې دا جنت د وطن
هر څه مو تاسو ته شو پاتې امانت د وطن
مونږ درنه لاړو د نيستئ د غوڅيدو د پاره
چې دپردي وطن نه تاسو له ډالرې راوړو
لوږو وهلو تنده غرو ته خو څه وګټو؟
چې د بې وسو غم زپلو څه ګزران په وشي!!

دا مو ارمان وو چې وطن به ځان له ښکلې جوړ کرو
يو څو به ځان له کوټڼئ چرته پخې جوړې کړو
کوټڼئ څه چې اوس د خاورو بوساړې هم نيشته
د لوږو تندو سره مخ په خپل وطن بې کوره
بچي مو ګرځي بې درکه ابلے خپې سرتوره

مونږ د کلونو نه راورک د خپل وطن نه لرې
مسافران د خپل وطن په حال غمجن ژړيږو
نور د وطن د خوشحالو را سره څه پاتې شو
ډير د مودو مو دو خوبونه مو ويده پاتې شو
ډير اميدونه ،ارمانونه مو په زړه پاتې شو

چې په خپل وطن بې ناموسه شي نو بيا؟؟؟په پاکستان کښې مسلمانې خوئيندې غير مسلمانانو ته خرڅيږي …فيروز افريدي

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Sunday، 12 October 2008

اوس اوس په ميډيا باندې دا خبر راغلو چې په امريکه کښې د القائيده سره د اړيکو لرلو په تهمت نيولې شوې په امريکائئ زندان کښې محبوسې پاکستانئ دکتورې غافيه صديقي دپاکستاني سينټرانو ډلې ته په يوه مرکه کښې اوئيل چې هغه په اسلام اباد کښې اغوا شوې وه او سره د بچو د باګرام امريکائي زندان ته رسولې شوې وه.
هر چا ته معلومه ده چې، د وطن غدار ،د عالم اسلام او پښتنو دښمن جنرال بې شرف دا معصومه ښځه په امريکايانو څرڅه کړي وه او دا يې ثابت کړې وه چې پاکستاني واکمن دومره بې غيرته دي چې خپله خور لور او مور هم د پيسو د پاره خرڅولائ شي.لکه څنګه چې يو امريکايي قاضي څو کاله وړاندې د کوم وکيل په ځواب کښې د ايمل کاسي په معامله کښې وئيلي وو.د پاکستان واکمن هسې هم بې غيرته شوي دي او
د ټولې نړئ قرضې هم په واوړيدلې دي .خور مور خرڅول کوم بد کار نشي ګڼلې.د پيسو د پاره يې په افغانستان کښې په لکونو نر ښځې ماشومان د امريکائي عسکرو د پاره حلال کړل ،او کوم چې په پاکستان کښې کډوال وو هغه يي خرڅ کړل .او د ګونټانامابې زندان يې پرې ډک کړو.
خو بيا هم د دوئي دا سخه کومئ په ډک نه شو.
د دوئي دا مردار کومي د ډيکيدلو د پاره زما په ذهن کښې يوه ډيره ناوياته خبره راپورته شوه او زه يې ډير په اخلاص د پاکستان بې غيرته حاکمانو ته وړندې کووم

هغه دا چې د پيسو ګټلو يو بهترين طلائي چانس ورته په لاس راغلې دے او په دا کار به ډير شکسته زړونه هم ورغيږي.
او تر څه حده د بهرينې قرضو څخه به هم خلاص شي.
هغۀ مشوره دا ده چې جنرال مشرف د هم د عافيه صديقي غوندې په طالبانو يا القائيده باندې خرڅ کړي شي!!!!
.زما يقين دے چې هغوئئ به ښه معقول رقم د دغه بې غيرته په مردار سر ورکړي چې د نړئ نورو بې غيرته حاکمانو د پاره يې د عبرت مثال وګرځوي.
زما دا هم يقين دے چې په دې کاميابه سوده پسې نور هم ګڼ شمير جنرالان، سياستمداران ،فوځي او سول سروس بيروکريټيان،پرکټيان به په ښۀ معقوله بيه خرڅ شي.

پښتون خودکش ځلمې…..فيروز افريدي …جمعه …۲۶ ستمبر ۲۰۰۸ ..دوحه قطر

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Friday، 26 September 2008

پښتون خودکش ځلمې
نظم


زما خود کش بچيه
چرته روان شوې ګله
مور دې د سپينې خولګۍ
په څو څو واره ځار شه

زما خودکش بچيه
زه ستا د خپلې خاورې
يو پلار پوښتنه کووم


په تا مې نه لوريږي
چې ستا دا سرې پيچکې
د غه غندل ځواني دې
په اور ايره ايره شي
په بم ريښه ريښه شي

 اوس مې پوښتنه دا ده
چي ځان ته ولې وژنې؟

 چيرته د دين د پاره؟
که د پښتو د پاره ؟
که د پيسو د پاره؟

 دين خو د نورو خلکو
د بې ګناه وګړو
په وينو لاس لړٰلې
کله روا بللې؟

په کروړونو خلکو
په بيلا بيلو برخو
هم دغه دين او ايمان
د ستا په شان منلې
خو بل چا ځان وژلې؟

زما نيازبين بچيه
زما شيرين بچيه

پښتو هم نه ښائي دا
ديو دښمن د پاره
سل بې ګناه د مړه شي؟

پښتون خو ننګ کوي تل
په مظلومانو باندې
په غريبانو باندې
په بې وسانو باندې

د يو ابليس د پاره
خپله تنکۍ ځواني دې
په اور لمبې لمبې کړې
ځان دې ريښې ريښې کړې

چيرته د کونډې بچے
چيرته اسرا د بوډا
چيرته د کور تورسرې
چيرته ځوانان غريبان
ځان سره لو لپه کړې
هر څه په اور لمبه کړې

زما د خاورې ګله
زما خوکش بچيه

خلک خو دا هم وائي
ځان په پيسو وژنې ته

پيسې د چا د پاره
دومره ګټل غواړې ته ؟
پيسې د هيچا نه دي
چې تا نه پاتې شولې
هر چا نه پاتې شولې

زما پښتون بچيه
د مور سکون بچيه

نه دې ايمان وګټو
نه دې خپل ځان وګټو
نه دې پښتو سر کيږي
نه د پيسې کاريږي

زما ګل رنګ بچيه
زما لوړ دنګ بچيه

چرته روان شوې ګله
مور دې د سپينې خولګۍ
په څو څو واره ځار شه

دا ځل لږ فکر وکړه
د پلار فرياد دې واوره
د مور ژړا ته غوږ شه
د خاورې غږ دې واوره

راشه زما ګلابه
زما په خوا کښې کښېنه
چې دا ګلونه درکړم
دغه سيندونه درکړم
دغه لوئې غرونه درکړم
دا چمنونه درکړم
دا موسمونه درکړم
خواږه وختونه درکړم

راشه زما شه ګله
بس که پخله شه ګله
دا ټول جهان ستا دے
چې ښکلے ځان ستا دے

فيروز افريدي
جمعه
۲۶ ستمبر ۲۰۰۸
دوحه قطر

ړوند سحر……فیروز خان آفریدی

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Friday، 19 September 2008

زما وطن به کله هم چرې سوکاله نه شی
زما غریب بچے به هیڅ کله خوشحاله نه شی

په خپل وطن کښې سر ټیټی چه د مغلو کوی
پښتون به کله هم خبر د خپل کماله نه شی

ما نه بدل زما غلام د تیر وختونو اخلی
زما د پلار نیکه سيالي به نوره سياله نه شي

زه چې څه وائيمه مري مې په خنجر غوڅوي
جانانه غږ به مې تر تا پورې رساله نه شي

لاسونه پورته ځان له خير د نن اقا نه غواړو
تشه جولائ به ويړاوو چې بې له سواله نه شي

…په لرې وطنونه اباده, د وطـــــــــــــــــــن د شائيسته پيغلې په نوم…….فیروز خان آفریدی

ليکونکے: فيروز خان آفريدي په نېټه: Thursday، 11 September 2008

په تيارو کښې بل مشاله
سوزيدلو کښې خوشحاله

ستا د حسن په ولقه کښې
څومره ګير دي ستا ليواله

مسيحا يې د غمجنو
مسيحا يې د بد حاله

ننداره د حسن ځارو
خائيسته بدري جماله

د بې وسو په تندي پاس
د اميد د جبين خاله

د مئين د زړه په دشته
لکه پرخه پشاه کاله

په بادونو د خزان کښې
د سپرلي د مستئ ټاله

خپلې خاورې لره فخر
لا ثاني يې بې مثاله

چې زوال نه لري داسې
لازواله با کماله

خدايه داسې سيرت ورکړې
چي فيروز وي تري خوشحاله


ټول حقونه د فيروز خان افريدي پښتو بلاګ خوندي دي.